د ” کټوازي ګروپ” په نوم یو خصوصي شرکت چمتو شوی چې کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د انتقال پر پروژې پانګونه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې پلازمېنه کابل کې د اوبو کموالی له وړاندې احساس دی او د مرسي کورپس په نوم یوې موسسې سږ کال خبرداری ورکړی، چې دا ښار ممکن تر ۲۰۳۰م کال پورې بشپړ وچ شي. د دغه شرکت مسئولينو نن پنجشنبه د طالبانو د رییس الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د لیدو پر مهال ویلي، تر دوو اوونیو پورې به د پروژې ډیزاین او سروې بشپړه کړي. پخوا د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي چې د دغې پروژې عملي کار درې کاله وخت نیسي او پر مټ یې د کابل ښار شاوخوا ۲ میلیونه اوسېدونکو ته د څښاک اوبه برابرې شي.



