پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

روسیې پر اوکراین هوايي برید کړی

د رویترز خبري آژانس په حواله، روسیې تېره شپه پر اوکراین یو له سترو هوايي بریدونو څخه ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې٥٧٤ ډرونونه او ٤٠ توغندي توغول شوي دي. چارواکي وايي دا د وروستیو اوونیو تر ټولو دروند برید و. بریدونه د زاپورېژیا، دنیپروپېتروفسک، لوېف، موکاچېوو او حتی په کییف کې هم شوي، چې د هوايي دفاع سیستمونه یې فعال شول. په لوېف ښار کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي. د ښاروالۍ پر وینا، ګڼ شمېر کورونه او ملکي ودانۍ زیانمنې شوې دي. په موکاچېوو کې د یوې امریکايي کمپنۍ فابریکه چې د برېښنایي وسایلو تولید یې کاوه په نښه شوې او لسګونه کسان په کې ټپیان شوي دي. چارواکي وايي دغه فابریکه یوازې د ملکي تولیداتو لپاره وه او هېڅ پوځي تړاو یې نه درلود. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندریي سیبیها ویلي، دا بریدونه ښيي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې او همداراز د هوايي دفاع د لا پیاوړي کولو اړتیا ډېره مهمه ده. ولسمشر ولادیمیر زيلنسکي دغه بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې روسیه د سولې خبرې کوي خو په عین حال کې پر ملکي کاروبارونو او نړیوالو پانګونو بریدونه کوي. زيلنسکي وړاندیز کړی چې که د سولې خبرې د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ترسره کېږي، نو سویس، اتریش یا ترکیه کېدای شي د خبرو کوربه وي.

- Advertisment -spot_img