پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

خوست کې ناپېژاندو وسله‌والو د دوو مېرمنو خاوند او د لسو ماشومانو پلار وژلی

د خوست ځايي سرچینې خبر ورکوي چې ناپېژاندو وسله‌والو د خوست ښار په ګڼه‌ګوڼه کې یو ځوان وژلی دی. سرچینو ویلي، چې وژل شوی ځوان بهارګل نومېده او د خوست ولایت د سپېرې ولسوالي اوسېدونکی و. د سرچینو د معلوماتو له مخې، یاد ځوان دوه مېرمنې او لس ماشومان لرل چې غبرګې کونډې او لس یتیمان ترې پاتې شول. سرچینې وايي، ناپېژاندو وسله‌والو بهارګل د خوست ښار په منځ کې وژلی او په ډېرۍ ارامۍ سره د پېښې له ځایه تللي دي. سرچینې ويلي چې یاد ځوان له چا سره کومه شخصي دښمني نه‌ لرله. تر اوسه د دې پېښې انګېزه او اصلي لامل نه‌دي په ډاګه شوي او نه هم په خوست کې د طالبانو مسئولانو په دې اړه څه ویلي دي. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې د ناپېژاندو کسانو له لوري وسله‌وال بریدونه، غلاوې، د کم‌عمره ماشومانو تښتول او د لارو پر سر او ښار په منځ کې د خلکو د لوټلو پېښې زیاتې شوي او له امله یې افغانان د خپل سر او مال خوندیتوب ته اندېښمن دي.

- Advertisment -spot_img