پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: هېڅکله به د اوکراین دفاع لپاره پوځیان ونه‌لېږم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې د ده په مشرۍ به د متحده ایالاتو پوځیان هېڅکله د اوکراین د پولو د دفاع لپاره هغه هېواد ته ونه لېږل شي. نوموړي دا څرګندونې د فاکس‌نیوز ټلوېزیوني شبکې سره په تازه مرکه کې کړې دي. ټرمپ زیاته کړه، چې د ده موخه یوازې د جګړې پای ته رسول او د انسانانو ژوند ژغورل دي. هغه ټینګار وکړ: «تاسو زما ډاډ لرئ، زه ولسمشر یم او هڅه کوم چې خلک نور ونه وژل شي.» ټرمپ پر دې هم ټینګار وکړ، چې د ده د تګلارې تمرکز به د اوکراین او روسیې د جګړې د ختمولو لپاره پر یوې هوکړې وي، نه پر دې چې امریکایي پوځیان د اوکراین امنیت تضمین کړي. نوموړي ویلي، بهر ته د پوځیانو استول د ستونزې حل نه‌دی، بلکې جګړه اوږدوي او د نورو هېوادونو د ښکېلتیا لامل ګرځي. دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د اوکراین جګړه د سیمې او نړۍ لپاره د جدي اندېښنې موضوع ده. ډېری لوېدیځ هېوادونه اوکراین ته پوځي او مالي مرسته ورکوي، خو د خپلو پوځیانو د استولو په اړه یې محتاط دریځ غوره کړی دی. ټرمپ وايي د ده لومړیتوب به د سولې راوستل وي.

- Advertisment -spot_img