د افغانستان ماشومانو د ژوند ژغورنې او د پولیو د بشپړې له منځه وړلو په هدف، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د پولیو پر وړاندې تازه کمپاین اعلان کړی. دا کمپاین به د زمري له ۲۸مې څخه په ختیځو ولایتونو کې پیل شي. د دواړو بنسټونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې په دې کمپاین کې به د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو یو میلیون ډوزه واکسین تطبیق شي. دوی ټینګار کوي چې د دې اقدام هدف د هغو ماشومانو ژوند خوندي کول دي چې لا هم د دې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي. د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې یادونه کړې، چې د تېر کال په اوږدو کې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوې وې او یوازې په روان کال کې د بادغیس او هلمند ولایتونو کې د دغې ناروغۍ دوه تازه پېښې ثبت شوې دي. له همدې امله، روغتیايي نړیوالې ادارې وايي چې د پولیو واکسیناسیون باید په منظم ډول دوام وکړي، څو دا ناروغي چې د ماشومانو د فلج او ان د مړينې لامل کېږي، په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي. یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي، چې دا بهیر یوازې د نړیوالو بنسټونو نه، بلکې د کورنیو روغتیايي ادارو او د ټولنې د همکارۍ له لارې هم عملي کېږي. له دې وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت هم په ګډه له نړیوالو ادارو سره د هېواد په ډېری ولایتونو کې د واکسیناسیون کمپاینونه ترسره کړي وو. کارپوهان باور لري، چې د افغانستان په څېر هېواد کې، چې د اوږدو جګړو او بېثباتۍ له امله د روغتیايي خدمتونو لاسرسی ډېر محدود شوی، د پولیو واکسین حیاتي ارزښت لري. د هغوی پر وینا، که دا بهیر جدي ونه نیول شي، د ناروغۍ د بیا خپرېدو وېره شته، چې نه یوازې افغانستان، بلکې د سیمې نور هېوادونه هم اغېزمنولی شي. د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان پیغام دا دی، چې د هر ماشوم ژوند ارزښت لري او باید د پولیو پر وړاندې هېڅوک له واکسین څخه پاتې نه شي.



