د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان د څانګې مشر جان ایلیف وايي: وچکالي، د مرستو ډراماتیک کمښت او له ایران او پاکستانه د ۱.۵ ميلیونه افغانانو جبري اېستل کېدو په دې بې وزله هېواد کې “شدیده خوارځواکي” رامنځته کړې ده. ایلیف ویلي: “موږ باید د قحطۍ څخه د مخنیوي لپاره هر هغه څه وکړو چې موږ یې کولی شو. دا ممکن وضعیت ښايي بې ساری وي ځکه د ژمي پر مهال، ممکن له ۱۰ څخه تر ۱۵ ميلیونو پورې خلک د خوړو مرستې ته اړتیا ولري. او اوس موږ هېڅ تمویل نه لرو او دې وضعیت ته به هیڅ رسېدنه ونه شي.” د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي، چې په افغانستان کې په راتلونکو شپږو میاشتو کې، د ټولو پروګرامونو لپاره نژدې ۵۳۹ ميلیونه ډالرو ته اړتیا لري، چې په ټول هېواد کې له ټولو زیان منونکو کورنیو ته ورسېږي. خو ډېرو مرستندویو ادارو خپلې مرستې کمې کړې دي. د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د معلوماتو له مخې، دوی د ۲۰۲۵ کال لپاره، په افغانستان کې یوازې شاوخوا ۱۵۵ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي. دا شمېر تېر کال نژدې ۵۶۰ ميلیون ډالر او په ۲۰۲۲ کې نژدې ۱.۶ ميلیارد ډالر و.



