پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په بادغیس کې د یو کس سر پرې شوی جسد وموندل شو

په بادغیس کې د طالبانو ځایي چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې د یو کس سر پرې شوی جسد موندل شوی دی. د ياد ولايت د طالبانو امنیه قوماندانۍ نن يکشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه کس جسد تېره ورځ د دې ډلې د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې موندل شوی دی. د طالبانو پر وینا، دا کس د چړې په ګوزارونو وژل شوی دی. د دې وژنې انګېزه نامعلومه او عاملان لا تر اوسه نه دي موندل شوي. دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې مرموزې وژنې او ناامنۍ لا هم دوام لري. یوه اوونۍ وړاندې په بادغیس کې دوه ځوانان او هرات کې دوه نور کسان وژل شوي وو.

- Advertisment -spot_img