پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کابل به را روانه چهارشنبه د پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو کوربه وي

‏ټاکل شوې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د هند له دوه ورځني سفر وروسته په کابل کې د طالبانو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي. بهرنیو رسنیو ویلي، چې د طالبانو، چین او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیران به د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د اګسټ پر ۲۰مه کابل کې سره وویني. د معلوماتو له مخې دا درې اړخیزه کنفرانس په اصل کې په پاکستان کې پلان شوی و، خو وروسته له هغه لغوه شو، چې اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سفر لغوه اعلان شو. د دې درې اړخیزې غونډې اجنډا د ترهګرۍ ضد مبارزه او د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز پروژې پراختیا ښودل شوې ده. دا غونډه داسې مهال ترسره کېدونکې ده چې ټاکل شوې وه د روانې اګسټ میاشتې په پیل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پاکستان ته ولاړ شي او هلته په دې درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي، خو هغه مهال پر متقي د سفر بندیز له امله وځنډېده.

- Advertisment -spot_img