محمد امیري له ښوونځي پرته د نړۍ په اتو ژبو (دری، پښتو، انګلیسي، عربي، فرانسوي ، جرمني، ترکي او اردو) خبرې کوي او له ټولو جالبه دا چې هغه په هرو دوو میاشتو کې یوه نوې ژبه زده کوي. د هرات ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویلي چې دا نابغه ماشوم د ژبو پر زدهکړې سربېره په ریاضي کې هم ځانګړې وړتیا لري او په جمع، منفي او تقسیم عملیو کې هم د تصور خلاف پایلې څرګندوي. د هرات والي د «محمد امیري» وړتیا ستایلې او هغه یې د افغانستان باارزښته پانګه بللې ده. د هرات ولایت مقام ویلي، چې له دغه نابغه ماشوم به هراړخیز ملاتړ کوي او د زدهکړو په بهیر کې یې له محمد امیري د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی. له دې مخکې د لوګر ولایت د یو ماشوم په اړه داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې په ریاضي کې یې د نوموړي د ځانګړې وړتیا درلودلو ښودنه کوله. همدا راز په وروستیو کې د بادغیس ولایت هغه ماشوم هم ستایل شوی، چې په فوټبال لوبه کې له ځانګړو تخنیکونو استفاده کوي او دا مهال د سپورټ ملي کمېټې له لوري کابل ته غوښتل شوی دی.



