سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو له لوري پر ٢٥ میلیونه افغان ښځو او نجونو د محدودیتونو دوام او پراختیا

د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل څخه څلور کاله تېرېږي، خو د افغان ښځو او نجونو پر ژوند لګېدلي ټول محدودیتونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه (UN Women) وايي، دا د نړۍ تر ټولو شدید د ښځو د حقونو بحران دی، چې ورو ورو د عادي حالت په توګه منل کېږي. د دې ادارې پر وینا، له ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې راهیسې، افغان ښځې له زده کړو، کار او د خوندي ژوند له حقه بې‌برخې شوي دي. د منځنۍ او لوړو زده‌کړو ټولې دروازې د نجونو پر مخ تړل شوې، د ډېریو دولتي او نادولتي دندو د ترسره کولو اجازه نه لري او په عامه ځایونو کې د تګ راتګ پر مهال له سختو محدودیتونو سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د دې حالت د عادي کېدو مخنیوی باید وشي: « څلور کاله وروسته هم، هېڅ یو بندیز نه دی لیرې شوی. د افغان ښځو او نجونو حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کېږي او د نړۍ چوپتیا د دې کړکېچ د دوام په معنا ده.» د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، نږدې ۲۵ میلیونه افغان ښځې او نجونې د دې بندیزونو مستقیم اغېز احساسوي. د زده کړو د نشتوالي له امله د ټول نسل راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ دی. روغتیايي سکتور کې هم ښځینه پرسونل کم شوی، چې د ښځینه ناروغانو د خدمتونو کیفیت ته تاوان رسوي. د اروپا ټولنې، امریکا او ګڼو بشري سازمانونو بیا بیا د طالبانو له مشرتابه غوښتي چې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار د حقونو محدودیتونه پای ته ورسوي، خو د پام وړ پرمختګ نه دی شوی. ملګرو ملتونو پر نړیوالو حکومتونو او مدني ټولنو غږ کړی، چې له افغان ښځو ملاتړ لپاره غږ پورته کړي او د هغوی د اساسي حقونو د اعادې لپاره ګډ فشارونه زیات کړي.

- Advertisment -spot_img