چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نن د پاشدان د اوبو بند پرانیسته کېږي

ټاکل شوې، چې نن د هرات د پاشدان د اوبو بند رسما پرانیستل شي. د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت له لوري رسنیو ته په استولي بلنلیک کې راغلي، چې د پاشدان د اوبو بند او د برېښنا د تولید کارخونه به د پنجشنبه په ورځ د طالبانو د بیا واکمنۍ په ویاړ پرانیستل شي. د پاشدان بند د هرات له ښاره ختیځ لور ته په پنځه ویشت کیلومترۍ کې د کرخ په ولسوالي کې پروت دی. دا بند څلور اویا متره لوړوالی لري او د څلور پنځوس میلیونه مترمکعب اوبو ظرفیت لري، چې دوه میګاواټه برېښنا به تولید کړي او شاوخوا دیارلس زره هکتاره مځکه به خړوبه کړي. د پاشدان د بند د جوړېدو چارې په تېر جمهوري نظام کې په دوه زره یوولسم کې پيل شوې،چې بیا د جګړو له امله یې کله چارې مخته تللي، کله ځنډیدلې او اوس یې کارونه بشپړ شول.

- Advertisment -spot_img