د امریکا بهرنیو چارو وزارت ويلي، د پاکستان بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکي پوځ په نوم ډله او د مجید لېوا په نوم د دوی وسله وال یې د بهرنیو ترهګرو ډلو نوملړ ته ور زیات کړل. امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر په سفر کې واشنګټن دا پرېکړه کړې ده. بي اېل اې یا بلوڅ بېلتون پال پوځ بلوچستان کې د پاکستان پرضد تر ټولو ځواکمنه ډله ده. دا ډله پاکستان د خپلې صوبې د زېرمو په لوټلو تورنوي او وايي د ازادۍ لپاره جګړه کوي. بلوڅ بېلتون غوښتونکي تېر مارچ کې هغه وخت ډېر مشهور شول، چې له کوټې پېښور ته پر تلونکي اورګاډي یې برید وکړ او په کې یې د پاکستاني پوځیانو په ګډون سلګونه کسان یرغمل کړل. د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د اوسنۍ پرېکړې په دفاع کې ویلي، چې بي ایل اې د اور ګاډي د تښتولو مسئولیت ومانه چې د ده په خبره ۳۱ ملکي وګړي او امنیتي پرسونل یې ووژل او له ۳۰۰ ډېر د اورګاډي مسافر یې یرغمل کړل. بلوڅ بېلتون پال هغه مهال ډېر مسافر خوشي کړل، خو ویې ویل چې د خپلو غوښتنو تر منلو به پاکستاني پوځیان یرغمل ساتي. د پاکستان پوځ د دې یرغملو د خوشي کولو لپاره عملیات وکړل او ویې ویل، چې د ۳۲ وسله والو په وژلو سره یې ۳۵۴ یرغمل خوشي کړل. دغې ډلې ویلي، چې وسله وال یې له ۲۱۴ یرغملو سره تښتېدلي او وروسته یې ټول یرغمل وژلي، چې د پاکستان له پوځ او امنیتي ادارو سره یې کار کاوه.



