چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هرو ۳۰ ثانیو کې یو ماشوم افغانستان ته ستنېږي

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان «سیف د چلډرن» په داسې حال کې راپور ورکړی، چې نږدې نیم افغان وګړي له وړاندې بشري مرستو ته اړ دي؛ په منځنۍ کچه هرو ۳۰ ثانیو کې یو ماشوم له ایران یا پاکستانه افغانستان ته ستنېږي. د دغه سازمان د ارزونو له مخې، سږ کال تر اوسه له ۸ لکه زیات ماشومان افغانستان ته ستانه شوي، چې شاوخوا درې پر څلورمه برخه یې له ایرانه له کورنیو سره اېستل شوي دي. یاد سازمان زیاته کړې: «زرګونه ماشومان بې‌سرپرسته دي او یوازې د وړلو وړ توکي ورسره دي». د سیف د چلډرن پر وینا ستنېدونکي ماشومان له سختې وېرې، لوږې او بې‌کورۍ سره مخ دي، په داسې حال کې چې افغانستان د وچکالۍ، بې‌ځایه کېدو او د مرستو د کمښت له امله له پراخ بشري کړکېچ سره لاس او ګرېوان دی. دغې ادارې د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې بېرته ستنېدل دې په خپله خوښه، خوندي او له درناوي ډک ترسره شي، او له نړیوالې ټولنې یې بیړنۍ مرستې غوښتې دي.

- Advertisment -spot_img