د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، هڅه کوي څو په افغانستان کې له سیمهییز اقتصاد او کورنيو تولیداتو څخه د ملاتړ پر بنسټ، د هغو توکو د تولید مخنیوی وکړي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ لامل کېږي. په دې اړه د طالبانو د ریاستالوزراء د دفتر عمومي ریاست پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ياد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یونیسف د اجرائیوي مرستیال او عملیاتي مدیر ټېډ چایبان او مل پلاوي سره کتلي دي. د یونیسف اجرائیوي مرستیال د پوهنې له سکټور او راستنو شويو کډوالو سره د دغه سازمان د دوامداره مرستو په اړه د ډاډ څرګندولو ترڅنګ زیاته کړې، چې د اقتصادي پروګرامونو پراختیا د یونیسف له کاري لومړیتوبونو دی او دغه بنسټ به راستنېدونکو کډوالو ته د کاري فرصتونه برابرولو برخه کې هڅه وکړي. د طالبانو د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان له خلکو، په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو څخه له را اېستل شويو افغان کډوالو سره د یونیسف همکاري ستایلې ده. هغه په دې وروستیو میاشتو کې د راستنېدونکو کډوالو د شمېر زیاتوالي او د طالبانو له خوا د دوی ستونزو ته د رسېدنې لپاره د ترسره شويو اقداماتو یادونه وکړه او له یونیسف او نورو اړوندو نړيوالو سازمانونو یې غوښتي، چې د کډوالو د دایمي استوګنې او د کوربه هېوادونو له خوا د دوی د حقونو تامینولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.



