د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران بېرته خپل د یورانیمو غنيکول پیل کړي، امریکا به پرې بیا برید وکړي. نوموړي دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وکړې. ټرمپ ټینګار وکړ، چې د ایران د اټومي وسلو مخنیوی، د منځني ختیځ له نویو جګړو څخه د امریکا ستره لاس ته راوړنه ده. هغه زیاته کړه، مخکې تر دې چې امریکا د ایران پر ځمکه لاندې اټومي تأسیساتو بریدونه وکړي، تهران یوازې له دوه میاشتو څخه کم وخت لرلو چې اټومي وسله جوړه کړي. ټرمپ، چې د B-52 الوتکې ماډل یې په لاس کې نیولی و، وویل: “موږ د دوی د اټومي وسلې جوړولو ظرفیت له منځه وړی دی. ایران کولی شوای په دوو میاشتو یا کم وخت کې اټومي وسله جوړه کړي، خو موږ دا وړتیا له منځه یووړه.” نوموړي وویل: “موږ د ایران د اټومي وسلې جوړولو مخه ونیوله او دا کار د جګړو د پيلېدو مخنیوی وکړ. که هغوی بېرته فعالیت پیل کړي، دا به ورته خطرناک وي، ځکه موږ به بېرته راستانه شو.” ټرمپ ایران “د کرکې خپروونکی” او “بسیار شرور” هېواد وباله، خو وویل تمه لري، چې دا هېواد به په راتلونکې کې بدل شي.



