د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو او پوځي شخړو په دوام، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي ویلي، چې هېواد یې لا هم له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیک حل ته هیلهمن دی او د دواړو لورو ترمنځ د منځګړو له لارې د پیغامونو تبادله روانه ده.
عراقچي د ایران دولتي ورځپاڼې «ایران» سره په مرکه کې ویلي، تهران داسې یوې هوکړې ته رسېدل غواړي، چې په راتلونکي کې د جګړې د بیا پیل مخه ونیسي. نوموړي ټینګار کړی، چې د هر ډول نوو مذاکراتو لپاره باید واشنګټن د خبرو اترو په برخه کې خپله جدي اراده ثابته کړي او د باور جوړونې لازم ګامونه پورته کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اټومي پروګرام په اړه ویلي، د ایران له مهمو سرې کرښو څخه یوه دا ده چې غني شوی یورانیم باید په هېواد کې دننه پاتې شي؛ خو په وینا یې، د دې موضوع لپاره عادلانه حل هم شونی دی.
عراقچي زیاته کړې، تهران د منځګړو له لارې له امریکا سره د خبرو اترو د دوام په اړه پیغامونه تبادله کوي او د منځګړیتوب په بهیر کې د بدلون اړتیا نه ویني.
بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران د یوې هوکړې غوښتونکی دی، خو هغه شرایط چې تهران یې وړاندې کوي، د واشنګټن لپاره د منلو وړ نه دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو دوام د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د راپورونو له مخې، قطر هم د ایران او امریکا ترمنځ د اختلافاتو د کمولو او د دواړو لورو د وړاندیزونو د نږدې کولو لپاره منځګړیتوب کوي. د سیمې ديپلوماتیکې هڅې په داسې حال کې روانې دي، چې د جګړې د پراخېدو او د هرمز تنګي د وضعیت په اړه نړیوالې اندېښنې موجودې دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)