چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ارام سمندرګی کې د بيجېنګ او مسکو ګډې پوځي مانورې

د روسیې د ارام سمندرګي ځواکونو ویلي، له چین سره يې د ۲۰۲۵ د سمندري تعامل” په نوم ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي. نړیوالو رسنیو د روسیې چارواکو پر حواله راپور ورکړی، په دې تمریناتو کې په لسګونو بیړیو، اوبټلو، جنګي بېړو، د اوبو لاندې ژغورونکو اوبټلو او د دواړو هېوادو د اوبو لاندې ډیزلي او برېښنايي کښتیو برخه اخیستې ده. دا په تېرو اتو ورځو کې دویم ځل دی، چې روسیه او چین ګډ پوځي مانورې کوي. له دې وړاندې دواړو هېوادونو د اګست په لومړی نېټه د روسیې په ولادیوستوک ښار کې ورته پوځي سمندري مانورې ترسره کړې وې. دغو هېوادونو د جاپان سمندرګي کې رسماً بحري پوځي تمرینات وکړل چې د دواړو هېوادونو سلګونو سرتېرو په کې برخه لرله. رسنیو راپور ورکړی، د چین او روسیې ګډې پوځي مانورې د دواړو هېوادونو د ژورو اړیکو او همکاریو نښه ده او ښايي دا د امریکا په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو غبرګونونه هم له ځان سره ولري. په تېرو ۲۲ کلونو کې مسکو او بیجنګ ۱۱۳ځله ګډ پوځي مانورې ترسره کړي چې سم نیمايي یوازې په تېرو شپږو کلونو کې ترسره شوي دي

- Advertisment -spot_img