چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د اسرائیلو له لوري د غزې بشپړ نیولو په اړه د ملګرو ملتونو ژوره اندېښنه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغو راپورونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې، چې ښيي اسراییل غواړي خپل نظامي عملیات پراخ کړي او امکان لري، چې د غزې تړانګه په بشپړه توګه اشغال کړي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال “میروسلاو ینکا” په امنیت شورا کې ویلي: که دا راپورونه رښتیا وي، نو دا به ډېر ناوړه عواقب ولري او پاتې اسیران به هم له جدي خطر سره مخ کړي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د اسرائیلي رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو غواړي د امنیتي کابینې په غونډه کې د غزې د بشپړ اشغال طرحه وړاندې کړه. د امنیت شورا یاده غونډه د اسرائيلو په غوښتنه د هغو اسيرانو د وضعیت د بحث لپاره جوړه شوې وه، چې لا هم له فلسطیني وسله‌والو سره دي. تېره اوونۍ، فلسطیني وسله‌والو د دوو اسراییلي اسیرانو ویډیوګانې خپرې کړې ،چې ښيي دواړه له ډېر نازک او خراب وضعیت سره مخ دي.

- Advertisment -spot_img