د ویتنام دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې دغه هېواد کې د «افریقايي خوګ تبې» پېښې په پراخېدو دي او د دوو اوونیو پر مهال پر دې ناروغي د اخته خوګانو شمېر درې برابره لوړ شوی دی. د تیان فونګ ورځپاڼې د راپور له مخې، تراوسه دغه هېواد کې د روان کال پر مهال د یادې ناروغۍ ۹۷۲ پېښې ثبت شوي دي. د ویتنام د څارویو د ټولنې رییس نګوین شوان دونګ ویلي: «دا تبه په ډېره لویه کچه په ټول هېواد کې خبره شوې، د څارویو صنعت، په ځانګړې توګه د خنځیر د غوښې عرضه يې په جدي توګه اغېزمنه کړې ده. هغه زیاته کړې چې هېڅ ولایت له دې ناروغۍ څخه خوندي نهدی. د افریقا د خنځیر تبې د کلونو راهیسې د خوګ نړیوال بازار ګډوډ کړی دی. د ۲۰۱۸-۱۹ کلونو په اوږدو کې د بدترینې ناروغۍ په ترڅ کې د کورني خوګ نفوس شاوخوا نیمایي په چین کې لهمنځه تللی، چې د نړۍ له ټولو لوی تولېدونکی هېواد دی او له امله یې، د ۱۰۰ میلیارډ ډالرو څخه ډېر زیانونه اټکل شوي دي.



