د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، چې هېواد به یې د خپلو ملي ګټو له مخې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه پرېکړه وکړي. بقايي دا څرګندونې یوې خبري غونډې ته کړې دي. هغه زیاته کړې چې د ایراني او پاکستاني چارواکو ترمنځ د وروستیو غونډو مهمه اجنډا د افغانستان پر روانو تحولاتو خبرې وې. نوموړي ویلي چې د افغانستان وضعیت د ایران او پاکستان لپاره یوه ګډه اندېښنه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ په هره غونډه کې به د افغانستان موضوع او له دې هېواد سره د ثبات، سوکالۍ او امنیت د ټینګښت لپاره د همکارۍ لارې چارې د بحث اصلي محور وي. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د دې ډلې رسمیت پېژندنه په سیمه کې د بهرني سیاست یوه له مهمو او پېچلو ننګونو ګرځېدلې. ایران تر اوسه په ډېر احتیاط او د خپلو ملي ګټو په نظر کې نیولو ګام پورته کړی دی.



