چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

غزه کې بیا لسګونو تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیل د تازه بریدونو له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. الجزیرې راپور ورکړی چې نن سهار وختي اسرائیلي ځواکونو پر هغو فلسطینیانو ډزې کړې چې د خان‌یونس په سوېل کې مورګ دهلېز ته نږدې د بشري مرستو ترلاسه کولو په تمه وو. په راپور کې راغلي، چې په یادو ډزو کې دوه تنه وژل شوي او څه باندې ۷۰ نور ټپيان دي. سرچینې لیکلي چې د اسرائیل بې‌پیلوټه الوتکو له لوري د غزې د سوېل په المواسي سیمه کې د بې‌ځایه شویو کسانو پر خېمو د ډزو له امله څلور تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. دغه‌راز د غزې د مرکز اړوند دیرالبلح ښار کې پر یوه موټر د اسرائیل د بې‌پیلوټه الوتکې برید کې څلور کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي. سرچینه دغه‌راز زیاتوي چې د غزې ښار لوېدیځ ته په جوازات سیمه کې د اسرائیل هوايي بمبار له امله څو بې‌ځایه شوي فلسطینیان ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې خپلواکو سرچینو او د بشري حقونو بنسټونو یو ځل بیا د ملکیانو په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو د مرګ‌ژوبلې له ډېرېدو خبر ورکړی او د تاوتریخوالي د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې ده.

- Advertisment -spot_img