پر اوکراین د روسیې د تېرې شپې په توغندیز او بې پيلوټه الوتکو برید کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. دا بریدونه څو ساعته وروسته تر هغه وشول، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین لس- دوولس ورځې وخت لري، چې دا جګړه و دروي. ټرمپ دوه اوونۍ مخکې پوتین ته پنځوس ورځې مهلت ورکړی و، خو اوس یې دا مهلت نژدې سم نیمایي را کم کړی. هغه ویلي، که پوتین له اوکراین سره سوله ونه کړي، پر روسیې به پراخ بندیزونه ولګوي. کریملین تراوسه د ډونالډ ټرمپ له خوا دوی ته په نوي ضرب الاجل تبصره نه ده کړې.



