د روسیې امنیت شورا مرستیال دیمیتری مدودف ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له روسیې سره د ضرب الاجل ټاکلو لوبه پیل کړې او دا د جګړې پر لوري ګام دی. مدودف په اېکس پاڼه لیکلي، هر نوی ضرب الاجل ټاکل یو ګواښ او دا ډول چلند به د روسیې او امریکا ترمنځ د جګړې لامل شي. مدودف د امریکا فشار ته په اشارې ویلي، ټرمپ دې پوه شي چې روسیه نه ایران دی او نه اسرائیل. روسي چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې ټرمپ پرون دوشنبې ویلي وو، د اوکراین سولې په برخه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نه ناهیلی شوی او هغه ۵۰ ورځنی ضرب الاجل چې د واشنګټن له لوري مسکو ته ټاکل شوی ۱۰ یا ۱۲ورځو ته راټیټ وي.



