چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له پوتین څخه د ټرمپ نهیلي؛ د اوربند ټاکلی مهلت را لنډوي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې دی به د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د اوربند لپاره ټاکل شوی مهلت لنډ کړي او دا موده به له ۱۰ تر ۱۲ ورځو ته راکمه کړي، ځکه چې د اوکراین پر ضد د روسیې دوامداره بمبارۍ او د سولې پر لور د پرمختګ نشتوالي خوابدی کړی دی. ټرمپ د جولای په ۲۸مه د سکاتلنډ په ټرنبرې (Turnberry) ښار کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ويلي: «زه له پوتین څخه ډېر مايوس يم، دی انتظار ته اړتیا نه لري، که مسکو له کیف سره د سولې هوکړې ته ونه رسېږي، نو زه اړ نه يم، چې د دې میاشتې په پیل کې ورکړل شوی ۵۰ ورځني مهلت ته تر پایه انتظار وکړم.» ټرمپ زیاته کړې: «زه به له نننۍ نېټې څخه په شاوخوا ۱۰ يا ۱۲ ورځو کې نوی مهلت وټاکم.» ټرمپ دا څرګندونې د بريتانيا له صدراعظم که‌‌‌یر سټارمر سره د ليدنې پر مهال وکړې. هغه ويلي: «کله چې تاسې له يو چا سره ډېر وخت معامله وکړئ، پوهېږئ چې څه به وکړي – يا څه به ونه کړي. ما هغه ته (پوتین ته) يو چانس ورکړ، خو هغه ورڅخه استفاده ونه کړه.» سپينې ماڼۍ تر اوسه دا نه ده روښانه کړې، چې که روسيه د دې نوې مودې په ترڅ کې غبرګون و نه ښيي، نو څه به پېښ شي، خو ټرمپ ويلي: «شاید موږ لا هم له روسیې سره يوې هوکړې ته ورسېږو، خو اوس ډېر ناوخته دی.» اوکراين د ټرمپ د څرګندونو هرکلی کړی دی. د اوکراين د ولسمشر د دفتر مشر، اندرې يرماک، په ټیلیګرام کې ليکلي: «موږ د متحدو ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د هغه د کلک دریځ او واضح پیغام مننه کوو- سوله د قدرت له لارې ترلاسه کېږي.» روسیې تراوسه پورې د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

- Advertisment -spot_img