چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په سيستماتیک ډول د افغان مېرمنو د خپلواکۍ د له منځه وړلو دوامدارې هڅې

د بشري حقونو څار سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي، چې طالبان د «بدحجابۍ» په تور د ښځو او نجونو په نیولو سره د هغوی پر وړاندې له فزیکي او رواني تاوتریخوالی کار اخلي. یاد سازمان ټینګار کړی، چې له دغو اقداماتو د طالبانو موخه د ښځو د خپلواکۍ سيستماټيک له منځه وړل او پر هغوی د بشپړ اطاعت تحمیلول دي. راپور کاږي د ۲۰۲۵ کال د جولای له ۱۶مې راهیسې طالبانو په کابل کې لسګونه ښځې او نجونې د حجاب د قوانینو د سرغړونې په تور نیولي دي. د بشري حقونو د څار سازمان زیاته کړې، چې دا نیونې د طالبانو له خوا د ښځو پر خپلواکۍ د بې‌رحمانه بریدونو دوام دی، چې په ټول افغانستان کې د ښځو او نجونو په منځ کې وېره او ډار رامنځته کوي. دغې ادارې ویلي چې وروستۍ نیونې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د سخت پلي کولو يوه برخه ده؛ هغه قانون چې ښځې اړ باسي په عامو ځایونو کې خپل ټول بدن، په تېره بیا مخ، پټ کړي. په راپور کې راغلي: «طالبان د خپلې ولکې په تحميلولو او د ښځو د بدن او هویت د کنټرول له لارې د نر واکۍ د پیاوړتیا د هڅې په کولو سره ځان د افغانستان د جنسیتي اخلاقو د مرجع په توګه معرفي کوي او کوښښ کوي، چې ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه نور هم لېرې کړي.» د بشري حقونو څار سازمان ټینګار کوي، چې د طالبانو دا اقدامات د یوه پراخ نظام برخه ده، چې د ښځو د حقونو مدافعان او د ملګرو ملتونو کارپوهان یې «جنسیتي اپارټايد» بولي. یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې هر هېواد ښځو، نجونو او د هغوی حقونو ته اهميت ورکوي، باید د افغان ښځو د ملاتړ لپاره اغېزناک اقدامات وکړي. د یادونې وړ ده چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو سخت او پراخ محدودیتونه لګولي دي. اوس‌ له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو او ښځې له کوره بهر کار کولو څخه محرومې دي.

- Advertisment -spot_img