سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په کور د ننه د درملو ۶۳ تولیدي کارخونې فعاليت لري

طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې اوس په ټول هېواد کې د درملو ۶۳ تولیدي کارخونې فعالیت کوي. د ياد معاونیت په اېکس پاڼه لیکل شوي، چې په ټول هېواد کې د درملو ۶۳ تولیدي کارخونې ۲ زره ۳۵۶ قلمه بېلابېل درمل تولیدوي، چې د کیفیت له پلوه خورا ښه دي. سرچینې لیکلي چې په هېواد کې تولید شوي درمل له ۱۰ تر ۱۵ سلنې پورې د هېواد اړتیا پوره کولای شي. د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د درملو سکټور د ملاتړ په موخه بېلا بېلې اسانتیاوې هم رامنځته شوې دي. خبرپاڼه کاږي، د هېواد په کچه په ټولو صنعتي پارکونو کې د درملو تولیدي کارخونو ته ځمکه ورکول کېږي او د درملو تولیدي کارخونو ته د اړتیا وړ برېښنا برابرېدل او د استفادې پر وخت په کور دننه تولید ‌شویو درملو ته لومړیتوب ورکول دي.
- Advertisment -spot_img