سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

تېره اوونۍ بهرنيو هېوادونو ته لويه برخه وچه مېوه او د آنارو جوس صادر شوي

د طالبانو د ټولګټو چارو سرپرست وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې د یاد وزارت د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۳ زره ۴۶۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد رالېږد د ۱۴۰۴ هـ ش. کال د سرطان مياشتې له ۲۰مې نېټې څخه تر سرطان ۲۶مې نېټې پورې شوي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ”حیرتان بندر له لارې ۷۵۴۹۵ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۸۷۲۶ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۲۲۷۲ ټنه او د خواف – هرات له لارې ۶۹۷۳ ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۱۰۳۴۶۶ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.” خبرپاڼه کاږي چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تېره یوه اوونۍکې ۱۹۳ صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د آنار جوس دي. سرچینې لیکلي هر څومره چې د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړېږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابرېږي، ملي عواید زياتېږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هوارېږي. د ویلو ده چې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسبو شرایطو برابرېدو او سوداگرو ته لا زياتو اسانتیاوو د رامنځته‌کېدو ډاډ څرګند کړی دی.

- Advertisment -spot_img