سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کابل کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو له زیاتېدو اندېښنې په ډېرېدو دي

په کابل کې د طالبانو د محتسبانو له خوا د ځینو نجونو تر نیول کېدو وروسته د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو په تړاو اندېښنې ډېرې شوې، چې له امله یې ځينو کورنیو د خپلو لوڼو تګ‌راتګ محدود کړی دی. کابل کې يو شمېر مېرمنو ویلي چې له احتمالي نیول کېدو څخه د وېرې له امله یې په ټولنه کې حضور اغېزمن شوی دی. دا مېرمنې زیاتوي چې ځینو کورنیو له کوره بهر د خپلو لوڼو تګ‌راتګ محدود کړی،څو پر وینا یې، د نیول کېدو په څېر ستونزو مخنیوی وکړي. دا اندېښنې داسې مهال راپورته شوې، چې د تېرې اوونۍ پر چهارشنبې په خواله شبکو کې ځینې ویډیوګانې خپرې شوې، چې په کې ځینې مېرمنې د طالب ملېشو پر وړاندې راټولې دي او په ژړا ترې پوښتي: «اولادونه مو چېرته بېولي دي؟» دغه راز، د افغانستان د ازادۍ په نوم جبهې په کابل کې د نجونو او مېرمنو نیولو ته په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته به د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر کارکوونکي په نښه کړي. له دې وړاندې د بشري حقونو بنسټونو په وار وار پر نجونو او مېرمنو لګول شوي محدودیتونه غندلي وو.

- Advertisment -spot_img