چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

غزني کې د فوټبال غوره لیګ سیاليو پیل

د طالبانو تر ولکه لاندې غزني د بدني روزنې او ورزش آمریت مسئولینو ويلي چې په دغه ولایت کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې،چې شاوخوا دوه میاشتې به دوام ولري.

د یاد آمريت امر بلال مجاهد ويلي، په دغو سیالیو کې ۱۰ لوبډلې د قهرمانۍ لپاره سیالي کوي، د لومړۍ ورځې په لوبه کې د پامیر لوبډله د سلطان محمود غزنوي له لوبډلې سره مخامخ شوه، چې پایله یې ۱-۱ مساوي شوه.
مجاهد ویلي، دا سیالۍ د کال د غوره لوبډلې د ټاکلو په موخه ترسره کېږي او موخه یې فوټبال ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول دي.
په ورته وخت کې د فوټبال یو لوبغاړي، امین‌الله ویلي، دا ډول سیالۍ کولای شي چې د ورزشکارانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کړي او یوه لوبډله له بلې ښه تجربه ترلاسه کړي.
هغه ویلي، بدني روزنې او ورزش آمریت ته په کار ده، چې په ولایتي کچه د فوټبال په شان سیالۍ نورې هم جوړې کړي.

- Advertisment -spot_img