سه شنبه, مارچ 10, 2026
سه شنبه, مارچ 10, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سوریه کې۳۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د سوریې په «السویداء» ولایت کې د وسله‌والو ځواکونو او پوځي ډلو ترمنځ د جګړې له امله ۳۰ تنه وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

الجزیرې د سوریې کورنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی، چې یاد وزارت به د نښتې د پایته‌رسېدو لپاره مستقیمه مداخله وکړي.
د راپورونو له مخې د سوریې په ډېری سیمو کې لا هم بېلابېلې وسله‌والې ډلې شته، چې یو تر بله د نښتو له امله د ورته خونړیو پېښو لامل کېږي.
په سوریه کې څو میاشتې مخکې د تحریرالشام ډلې له لوري د بشارالاسد رژیم وپرځول شو او اوسنی «احمد الشرع» د سوریې د لنډمهاله حکومت واګې په لاس کې واخیستې.
د ویلو ده چې احمد الشرع د سوریې واک ته له رسېدو وروسته د بهرنیو سفرونو په لړ کې په سعودي کې د امریکا له ولسمشر سره هم وکتل او پر دوی د متحده ایالاتو لخوا ټول بندیزونه لرې کړای شول.
د راپورونو له مخې چې لا هم د سوریې په ډېرو سرحدي سیمو کې د بېلابېلو وسله‌والو ډلو فعالیتونه شته او حکومت یې د له منځه‌وړلو لپاره چارې پیل کړې دي.

- Advertisment -spot_img