نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې اسرائیل او سوریې په وروستیو اوونیو کې ‘په سرحدي سیمو کې د تاوتریخوالي کمولو او د نښتو مخنیوي لپاره’ مخامخ خبرې کړې دي.
د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې دا مخامخ د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې د پام وړ پرمختګ بلل شوی. دا دوه هېوادونه له لسیزو راهیسې د منځني ختیځ په شخړه کې ښکېل دي.
دا خبرې د تېر ډسمبر په میاشت کې د بشارالاسد د رژیم له نسکورولو وروسته پیل شوې دي. بلخوا امریکا د دمشق او اسرائیلو د نوي حکومت ترمنځ د اړیکو د ټینګولو په برخه کې هڅې کړې او پر سوریې د اسرائیلو بریدونه ورسره کم شوي دي.
د سوریې له لوري، دا کتنې او غونډې د یو لوړ پوړي امنیتي چارواکي احمد الدلاتي په مشرۍ روانې دي. الدلاتي په دې وروستیو کې د سویدا ولایت د امنیت مسئولیت هم لري.
سرچینو راپور ورکړی چې د مخامخ لیدنو څو پړاوونه د اسرائیلو تر ولکې لاندې سرحدي سیمو کې شوي.
که څه هم د اسرائیلو د استازو هویت نه دی معلوم، خو ویل کېږي چې دوی امنیتي چارواکي دي.
خبرې اترې اوس مهال په ګډ امنیت متمرکزې دي، لکه د شخړو مخنیوی او د سوریې په سرحدي کلیو کې د اسرائیلو د یرغل کمول.
دوو سرچینو رویټرز ته ویلي چې دا خبرې اترې کولی شي د پراخو سیاسي تفاهمونو لپاره لاره هواره کړي، خو لاهم د اړیکو د عادي کولو په معنا نه دي.
څو ورځې وړاندې د سوریې موقت ولسمشر، احمد الشرع هم د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب له اسرائیلو سره د غیرمستقیمو خبرو اترو پيل تائید کړی و.



