شنبه, مارچ 14, 2026
شنبه, مارچ 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

انګلستان کې د فوټبال بریا د نمانځنې پر مهال ٥٠ تنه ټپیان شوي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د لیورپول فوټبال ټیم د غوره لیګ اتلولۍ د نمانځلو پر مهال د لیورپول ښار په مرکز کې د راټولو شویو مینه‌والو په ګڼه‌ګوڼه کې یو کس ۲۷ تنه په موټر وهلي.

د ګارډین پر وینا، دا پېښه د رایل لیور ودانۍ ته نږدې د واټر سټریټ په سیمه کې شوې، چې له امله يې د ماشومانو په ګډون ۴۷ تنه ټپیان شوي، چې په دې لړ کې د یوه ماشوم او یو کس حالت نازک ښودل شوی دی.

برېتانوي رسنیو راپور ورکړی،چې د پېښې په ځای کې د ۲۰ تنو درملنه شوې او اور وژونکو د شمال لوېدیځ امبولانس خدماتو په حواله څلور کسان چې د موټر لاندې بند پاتې وو، ژغورلي دي.

د لیورپول څخه یو ۵۳ کلن برېتانوی د پېښې په تړاو نیول شوی دی. د مرسي سایډ پولیسو مرستیال مشر، جنی سمز ویلي چې دا پېښه د “جلا” پېښې په توګه ګڼل کېږي او له ترهګرۍ سره هېڅ تړاو نه لري.

بي‌بي‌سي هم راپور ورکړی چې دا پېښه شاوخوا لس دقیقې وروسته له هغې رامنځ ته شوې چې د لیورپول لوبغاړو بس له هغه ځایه تېر شو، چې د جشن فضا یې په ویره او ګډوډۍ بدله کړه.

عیني شاهدانو د موټر د لوړ سرعت او د مینه‌والو چیغې راپور کړې، چې ځینو یې هڅه وکړه چې د موټر په کړکیو ټک وهلو سره موټر چلوونکي ودروي.

د برېتانیا لومړي وزیر کی‌یر سټارمر دا صحنې “ټکان ورکوونکي” بللې او د بیړنیو خدماتو څخه یې مننه کړې. د لیورپول فوټبال کلب هم د ټپیانو سره د خپل ملاتړ څرګندولو لپاره یوه اعلامیه خپره کړه.

د رسنيو د راپور پر حواله دا جشن، چې په سلګونو زرو خلکو په کې د لیورپول د ۲۰م پریمیر لیګ اتلولۍ د نمانځلو لپاره ګډون کړی و، په ۲۰۲۰ م کال کې د کوویډ-۱۹ محدودیتونو له امله په ۳۵ کلونو کې لومړی عامه نمانځل و.

- Advertisment -spot_img