د بشردوستانه چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال «ټام فلیچر» غزې ته له نږدې درېیو میاشتو وروسته د بشري مرستو رسېدل ښه پرمختګ بللی، خو د دې مرستو پر زیاتېدو یې ټینګار کړی دی.
د راپورونو له مخې د اسراییلو لخوا له نږدې درېیو میاشتو کلابندۍ وروسته غزې ته د بشري مرستو لارۍ ننوتې او ټاکل شوې،چې د مرستې رسونې دا بهیر به نن هم دوام وکړي.
د اسوشیټیډ پریس د راپور له مخې چې د نو زیږو ماشومانو لپاره د خوړو او نورو لومړنیو مرستو لېږدونکې پنځه لارۍ له «د کرم شالوم» پولې څخه غزې ته ننوتلې دي.
د ملګرو ملتونو چارواکو د دغو مرستو پر پیل خوښي ښودلې، خو ټینګار یې کړی،چې دا مرستې باید زیاتې او د غزې د اوسېدونکو بېړنی لاسنیوی وشي.
څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ هم د غزې د اوسېدونکو بشري وضعیت نازک بللی و او ویلي یې وو،چې د غزې خلک له سختې لوږې سره مخ دي.
د ویلو ده،چې له تېرو څو ورځو راهیسې اسرائیلو پر غزې خونړي بریدونه هم دوامدار وساتل،چې له امله یې د ماشومانو په ګډون سلګونه فلسطینیانو ژوند وبایلود.
پر غزې د اسرائیلو بریدونه بار بار د ملګرو ملتونو په ګډون پر بشري حقونو د څار نړیوالو ادارو لخوا غندل شوي او په ځینو مواردو کې پرې د اسرائیلو لخوا د «نسلوژنې» نوم هم اېښودل شوی دی.



