یکشنبه, مارچ 15, 2026
یکشنبه, مارچ 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

حماس: د اسرائیلي ځواکونو پر وړاندې خپله مبارزه جاري ساتي

فلسطین کې حماس ډلې ويلي چې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښنه نه‌لري او د اسرائیلي ځواکونو پر وړاندې به یې، پوځي عملیات روان وي.

د حماس یوه لوړپوړي چارواکي سمېع ابو ظهوري له الاقصی ټلوېزیون سره مرکه کې همدا راز هغه اوازې هم ناسمې بللي چې ګواکې حماس د ټولو بندیانو خوشې کولو په بدل کې دوه میاشتني اوربند سره هوکړه کړې ده.

نوموړې دې مرکه کې زیاته کړې، که اسرائیل له نړیوالو قوانینو سره سم د جګړې پای ته رسولو لپاره ډاډ ورکړي، دوی چمتو دي چې ډېر برمته شوي خوشي کړي.

هغه وویل: «موږ د یوې هوکړې رسېدو لپاره خپل نیت وښود او عدن الکساندر مو خوشی کړ، څو د هوکړې لپاره زمینه برابره شي، خو د امریکا ادارې زموږ له دې ګام هرکلی ونه کړ.»

نوموړي ټينګار کړی،چې د اسرائیلي ځواکونو پر وړاندې به یې، لوی نامتوازن پوځي عملیات روان وي او خپلې راتلونکې ته هېڅ اندېښنه نه لري.

اسرائیلو له تېرو څو اوونیو راهیسې غزه کې مرګوني عملیات پیل کړي،چې تر ډېره په‌کې ملکي وګړي په نښه شوي دي.

- Advertisment -spot_img