د انګلستان د اېفاې کپ فوټبال لیګ په پایلوبه کې کرېستال پالاس لوبډلې منچسټر سیټي ته ۱-۰ په پایلې سره ماتې ورکړه او په خپل تاریخ کې یې، د لومړي ځل لپاره د یاد جام اتلولي وګټله.
کرېستال پالاس له دې وړاندې دوه ځلې له منچسټرسیټي سره د یاد جام پایلوبې ته وتلې وه، خو دواړه ځلې د سیټي پر وړاندې له ماتې سره مخ شوې وه.
د کرېستال پالاس لپاره په دغه لوبه کې اېبرچي اېزي د سیالي په ۱۶مه دقیقه کې ګول وهنه وکړه او په همدې یوه ګول یې، بریا خپله کړه.
منچسترسیټي لوبډلې که څه هم دغه جام ۷ ځلې ګټلی، خو بېګاه یې، د کرېستال پالاس پر وړاندې هڅې بېپایلې وې او د دویم پرله پسې کال لپاره یې، دغه جام له لاسه ورکړ.
کرېستال پالاس که څه هم دغه اتلولي وګټله، خو د منچسترسیتي لوبډلې پر وړاندې کمزورې لوبډله بلل کېږي.



