د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو اترو پلان اعلان کړی دی.
ښاغلي ټرمپ په “سوشل ټروت” کې ولیکل چې دا ټیلیفوني اړیکه به د ځایي وخت له ۱۰ بجو وروسته وي او هغه به د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره هم خبرې وکړي.
د هغه پر وینا، خبرې اترې به په دوو اصلي برخو متمرکزې وي: د اوکراین په جګړه کې د خونړۍ جګړې د بندولو هڅه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ مسئلو په اړه بحث وشي.
هغه دا هم وویل، روانه جګړه، چې په منځني ډول هره اوونۍ د څه باندې پنځه زره روسي او اوکرایني سرتېرو ژوند اخیستی، “باید هیڅکله نه وای شوې” او هغه د اوربند او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتونکی دی.
ټرمپ دا هم ویلي،چې له پوتین سره له خبرو اترو وروسته، هغه به د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره اړیکه ونیسي او بیا به له زیلینسکي سره یوځای د ناټو له ځینو غړو سره خبرې اترې وکړي.
هغه هیله څرګنده کړې،چې خبرې اترې به یوه ورځ “ګټورې” وي او په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په لور ګام پورته کړي.
دا سره له دې چې په اوکراین کې جګړه، چې د ۲۰۲۲ م کال په فبرورۍ کې پیل شوه، لا هم دوام لري، چې درانه تلفات او زیربناوې یې زیانمنې کړې دي.



