د فلسطیني مقاومت حرکت حماس د عراق په پلازمېنه بغداد کې د عربو د مشرانو د وروستۍ سرمشریزې هرکلی کړی او ویلي یې دي،چې د غزې د محاصرې د ماتېدو، د بشري مرستو د داخلېدو او د یرغل د بندېدو لپاره مهم سیاسي ګامونه په کې وړاندې شوي دي.
حماس په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د بغداد سرمشریزې له لوري د اسرائیلي یرغل غندل، د فلسطیني ولس د ځورېدنې او جبري کوچېدو رد او د فلسطین قضیې ته د محوري حیثیت ورکول، د عربو د واحد دریځ څرګندونه کوي.
په اعلامیه کې زیاته شوې: “موږ د بغداد سرمشریزې له پایلو هرکلی کوو، د عربو مشرانو دریځونه ستایو او له هغوی غوښتنه کوو،چې دا اعلامي دریځونه دې ژر تر ژره عملي کړي څو یرغل ودرېږي او محاصره پای ومومي.”
د یادونې وړ ده، چې د عربي هېوادونو دا ګډه غونډه د غزې د روان بحران او د فلسطیني ولس د مرستې په موخه ترسره شوې ده.



