یکشنبه, مارچ 15, 2026
یکشنبه, مارچ 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هندي مېرمنې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو کمولو هڅه کوي

د هند د اوديشا ایالت د یوه کلي مېشتو مېرمنو د “خیالي نقشو“ په نوم داسې نقشې جوړې کړې،چې د طبیعي سرچینو کموالی ښيي.

د دې سیمې اوسېدونکي د حاصلاتو د ټولولو په کلني جشن کې د شپې د ډوډۍ لپاره کبان او مارماهي چمتو کوي،خو په دې سیمه کې اوس کبان، ځنګلي مېوې او نورې طبیعي سرچینې د کمېدو په حال کې دي.

د لسو کلیو اوسېدونکو مېرمنو د هغو نقشو په مرسته،چې د یوې غیرحکومتي ټولنې په مرسته یې برابرې کړې، له ایالتي حکومته د خپلو سرچینو او ځمکو د احیا لپاره مرسته ترلاسه کوي.

د دوی د اټکل له مخې د دې سرچینو د بیا ژوندي کولو لپاره شاوخوا دوه میلیون ډالره بسپنې ته اړتیا شته.

د اقلیم بدلون، نامنظمو بارانونو او د تودوخې لوړېدو د دې ایالت د خلکو پر ژوند ډېر ناوړه اغېز کړی دی.

دا مېرمنې که څه هم د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول خپل غږ اوچتوي خو وايي چې دې اقدام د دوی د ډاډ او باور کچه لوړه کړې ده.

د دې کلي یوې اوسېدونکې ويلي،چې “ځنګل یې ژوند دی، دوی هلته زېږېدلې دي او هلته مري خو ځمکه د دوی هرڅه ده.”

- Advertisment -spot_img