د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن خبر ورکړی، چې د افغانستان په تړاو یې یو محرم سند په تاریخ کې د ثبتېدو لپاره له ځان سره ساتلی دی.
د فاکس نیوز د راپور پر حواله؛دا سند د بايډن د کتابونو په منځ کې موندل شوی دی.
د راپور له مخې، که څه هم د بایډن حافظه کمزورې شوې، خو بالاخره یې ومنله چې د ا سند یې اوباما په دوره کې د ولسمشر د مرستیالۍ له پرېښودو وروسته، له ځان سره ساتلی دی.
بایډن د خپل ځانګړي سلاکار د پوښتنو په لړ کې د دغه سند پر لرلو اعتراف وکړ.
په راپور کې د بایډن له قوله راغلي: « فکر کوم چې غوښتل دغه سند په تاریخ کې د ثبتېدو لپاره وساتم، مطلب دا دی،چې دا د افغانستان په تړاو زما نظر و.»
د راپور له مخې، په دغه سند کې په افغانستان کې د امریکا د پوځ او بهرنۍ تګلارې په تړاو محرم معلومات شامل دي.
خو، په راپور کې د دغه محرم سند نور جزئیات نه دي یاد شوي.
جو بایډن په ۲۰۲۱ م کال کې له طالبانو سره د یوې هوکړې له لاسلیک کولو وروسته ، له افغانستانه امریکایي ځواکونه و اېستل چې د هغوی د وتلو څرنګوالی له نیوکو سره مخ شو.
د یادونې وړ ده،چې بایډن د امریکا په سیاست کې د خپل اوږد حضور په لړ کې داسې نظرونه څرګند کړي لکه «افغانان به هېڅکله سره یو موټی نه شي، «خدای هغه ځمکه پرېښوده ده» او د افغانستان پرتله یې د پاکستان ګټې غوره بللي دي.



