اسرائیلي پوځ خبر ورکړی،چې له یمنه د دوی پر بېنګوریون هوايي ډګر او نورو سیمو توغندیز بریدونه شوي دي.
ټایمز اوف اسراییل رسنۍ په یوه راپور کې ویلي،چې دغه توغندی د اسرائیلو پوځ له لوري شنډ شوی دی.
دغه توغندی وروسته له هغې د اسرائیلو له لوري شنډېږي چې حوثیانو نن سهار یو بل توغندی هم د اسرائیلو پر لوري توغولی و.
په دې توغندیز برید کې د ټپيکېدو او وژنې خبر نه دی ورکړل شوی.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دا د ۲۴ ساعتونو پرمهال پر اسرائیلو له یمن درېیم توغندی دی،چې توغول کېږي.
د روان کال د مارچ له ۱۸مې راهیسې غزه کې د حماس پر وړاندې د اسرائیلو له بریدونو وروسته، حوثیانو پر اسرائیلو ۳۳ باليستیک او ۱۰ډرون بریدونه کړي دي.
حوثیانو تر ډېره په دې بریدونو د بېنګوریون هوايي ډګر او د اسرائیلو مرکزي سیمې په نښه کړې دي.
حوثیانو ويلي، تر هغو به یې پر اسراییلو بریدونه روان وي،چې دوی په غزه کې د حماس پر وړاندې روانه جګړه نه وي درولې.



