د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته د خپل سفر په جریان کې اعلان کړی، چې متحده ایالات به په سوریه باندې لګول شوي ټول بندیزونه لرې کړي.
دا پرېکړه پرون سېشنبه اعلان شوه، د سوریې چارواکو لخوا په پراخه کچه هرکلی وشو او د هېواد د خلکو لخوا مثبت غبرګونونه یې ولیدل.
ټرمپ ریاض کې، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د خپلو خبرو اترو ته په اشارې سره ویلي،چې د بندیزونو لرې کول به د سوریې د “عظمت” او اقتصادي سوکالۍ لپاره فرصت برابر کړي.
هغه د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې د نوي حکومت سره د اړیکو د عادي کولو په اړه هم خبرې وکړې او اعلان یې وکړ،چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به ډېر ژر سره وګوري.
د سوریې چارواکو د دې پرېکړې تود هرکلی وکړ. د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني په یوه بیان کې د سعودي عربستان د منځګړیتوب رول ستايلی او دا اقدام یې “د هېواد د بیارغونې په لور یو مثبت ګام” وباله.
راپورونه ښيي،چې د دې خبر له اعلان وروسته، خلک د دمشق، لاذقیه او طرطوس په ګډون د سوریې په مختلفو ښارونو کې سړکونو ته راووتل، په هوا کې یې ډزې وکړې او د سړکونو جشنونه یې ترسره کړل.
د سوریې د لیر ارزښت هم د دې خبر له اعلان وروسته په لومړیو ساعتونو کې ۳۳ سلنه لوړ شو.



