چهارشنبه, مارچ 11, 2026
چهارشنبه, مارچ 11, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د حماس له بند څخه یو امریکایي- اسرائیلی خوشی شوی

د حماس ډلې اعلان کړی،چې یو امریکایي – اسرائیلي بندي ادان الکساندر یې غزه کې د اوربند هوکړې ته رسېدو لپاره د هڅو د دوام او دغې سیمې ته بشر دوستانه مرستو د انتقال زمینې برابرولو په موخه، خوشی کړی دی.

اېن‌بي‌سي نیوز راپور ورکړی،چې ادان الکساندر د غزې تړانګې د سوېل په خان‌یونس ښار کې سره ‌صلیب ته وسپارل شو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروت سوشیال کې د الکساندر کورنۍ او ملګرو ته د هغه د خوشې کېدو مبارکي ورکړې ده.

ورته مهال، د اسرائیل پوځ ویلي،چې الکساندر د غزې تړانګې ته لېږدول شوی، لومړنۍ روغتیايي څېړنې به یې وشي او له خپلې کورنۍ سره به وویني.

مخکې له دې حماس ویلي وو،چې یاد بندي غزه کې د اوربند هوکړې ته رسېدو لپاره د هڅو د دوام او دغې سیمې ته بشر دوستانه مرستو د ورود زمینې برابرولو په موخه خوشې کوي.

د یادونې ده،چې یاد بندي سعودي عربستان ته د ډونالډ ټرمپ سفر سره هم‌مهاله خوشی شوی دی.

- Advertisment -spot_img