سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د مور نړیواله ورځ؛ پر افغان ميندو څه تېرېږي؟

نن د مې ۱۱ مه د نړۍ په کچه هېوادونو کې د مور نړیواله ورځ نمانځل کېږي، خو په افغانستان په ځانګړي توګه افغاني ټولنه کې د مور د لوړ مقام د ستاینې په پار دا ورځ نمانځل کېږي.

خو په افغانستان کې شاوخوا درې کلونه دغه ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي،چې یو ډېری ميندې د فقر او بې‌وزلۍ له امله سړکونو ته راوځي او د خپل اولاد د ژوندي پاتې کېدو له امله له خلکو د خيرات غوښتنه کوي.

دغه راز د افغانستان په دودیزه او سنتي ټولنه کې ګڼې ميندې د ژوند ترخو شاقه کارونو ته اړ ایستلي دي.

د ښار په واټونو کې ليدل کېږي، چې دوی يا کراچۍ چلوي او يا هم د خلکو بوټونه رنګوي، همدارنګه ډېری مېرمنې د پرديو کورونو په پاکولو او نوکرۍ بوختې دي، په دغه ډله کې ډېری مېرمنې د خپلو کورنیو سرپرستانې دي، نن سبا له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

طالبانو په افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته په نجونو او ښځو د ګڼو نورو محدودیتونو تر څنګ له محرم پرته لرې واټن سفر هم منع کړی دی.

دوی له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو راګرځولې او په ډیری دولتي او نادولتي ادارو کې یې هم ښځې له دندو لرې کړې دي.

خو له دې ټولو محدودیتونو سره سره دوی ادعا کوي،چې د نجونو او ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

د بشري حقونو بېلابېلو سازمانونو مخکې خبرداری ورکړی و، چې پر افغان نجونو او ښځو دې بندیزونو په ځانګړي ډول هغه کورنۍ سختې ځپلې،چې سرپرستانې یې ښځې دي.

- Advertisment -spot_img