د جرمني رسنیو خبر ورکړی،چې د «فردریش مرتس» په مشرۍ د دغه هېواد نوي حکومت د کډوالۍ اړوند سختو پالیسیو د پلي کولو لپاره په خپل لومړي اقدام کې د لوګزامبورګ په پوله کې څلور افغان پناهغوښتونکي پېژندلي او بېرته یې ګرځولي دي.
راپور کاږي،چې دا اقدام پرون ترسره شوی او څلور هغه افغانان پېژندل شوي او بېرته ګرځول شوي،چې مخکې یې په یونان کې د پناه غوښتنه کړې وه.
تر اوسه د دغو څلورو پناهغوښتونکو هویت نه دی په ډاګه شوی. ویل کېږي چې دوی بېرته یونان ته لېږل شوي دي.
رسنیو د جرمني چارواکو په حواله راپور ورکړی،چې دا اقدام د نوي حکومت د پراخې ستراتیژۍ یوه برخه ده چې د جرمني د پناهغوښتنې پر سیسټم شته فشار کم کړي.
جرمني د ۲٫۵ میلیون کډوالو په لرلو په نړۍ کې د کډوالو لپاره درېیم لوی کوربه هیواد بلل شوی.
دغه هېواد په وروستیو کلونو کې ‘د ټولنیزو زیربناوو فشار او د خلکو د نارضایتۍ د زیاتوالي په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخ شوی دی.
په جرمني کې د کډوالو پر وړاندې سخت چلند هلته له څو وروستیو خونړیو بریدونو وروسته پیل شوی.
د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر «الکساندر دوبریند» ټینګار کړی،چې حکومت به د سرحدي پولیسو په زیاتولو او د ځمکنیو پولو په څارنې سره د غیر قانوني کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي.



