د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له امریکا سره د غیر مستقیمو خبرو په څلورم پړاو کې د ګډون لپاره د عمان پلازمېنې مسقط ته سفر کړی دی.
د ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی،چې د خبرو دا پړاو به د عمان د بهرنیو چارو وزارت په منځګړیتوب او د ایران او امریکا د لوړ پوړو مرکچیانو په حضور کې ترسره شي.
له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د خبرو بهیر د قناعت وړ بللی و.
دغه راز له امریکا سره د ایران د مرکچي پلاوی مشر عباس عراقچي هم تر دې دمه د خبرو اترو پایلې د قناعت وړ بللې دي.
دغه مذاکرات د ایران او امریکا ترمنځ د یوې هوکړې د کېدو په موخه پیل شوې دي، څو اټومي وسلو ته د تهران د لاسرسي مخه ونیول شي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)