د هند د کرېکټ لوبډلې پياوړي توپ وهونکي او پخواني لوبډلمشر «روهیت شرما» تېره ورځ اعلان کړی، چې له ټیسټ کرېکټ څخه تقاعد اخلي، خو په ۵۰ اوریزو فارمیټ کې به لوبې ته دوام ورکړي.
شرما پر خپل انسټاګرام دا خبر خپور کړی او لیکلي یې وو،چې په ټېسټ لوبو کې د خپل هېواد لپاره لوبېدل ورته ویاړ و.
روهیت په ۶۷ ټېسټ لوبو کې له ۴۳۰۰ څخه زیاتې منډې جوړې کړي ۱۲ سلیزې او ۱۸ نیمې سلیزې یې وهلې دي.
په ټېسټ لوبو کې د روهیت له ټولو زیاتې منډې ۲۱۲ دي،چې ۲۰۱۹م کال کې یې د سویلي افریقا پر وړاندې انګلستان کې ترسره کړې وې.
د يادونې ده، چې روهیت له ویرات کوهلي سره یوځای تېر کال په بارباډوس کې د هند د نړیوال جام له ګټلو وروسته شل اوریزې نړیوالې لوبې بس کړې.
روهیت خپل هېواد ته څ ځلي نړیوالې ټرافي ګټلې دي، او په دې وروستیو کې یې په دوبۍ کې د یو ورځنیو سیالیو په اتلولي ټرافي کې د لوبډلې مشري وکړه.
ټاکل شوې،چې هند له جون تر جولای میاشتې پورې په انګلستان کې پنځه ټېسټ لوبې وکړي او اوس د ټېسټ ټیم لپاره نوي لوبډلمشر ته اړتیا لري.
روهیت له خپلو مینه والو مننه کړې او ویلي یې دي، چې یو ورځنیو لوبو ته به دوام ورکوي



