د افغانستان ملي پیسې، افغانۍ، د ډالرو پر وړاندې په وروستیو میاشتو کې نسبتاً ثابتې پاتې شوې دي، خو د هېواد اقتصادي وضعیت، د سوداګرۍ کسر، د بهرنیو مرستو کمښت او د بانکي نظام محدودیتونه د دې ثبات د دوام په اړه اندېښنې راپورته کوي.
د افغانستان بانک د تازه نرخونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۲۳مه، یو امریکایي ډالر شاوخوا ۶۶.۷ افغانۍ تبادله کېږي. د یورو، پونډ او نورو بهرنیو اسعارو نرخونه هم د بازار له بدلونونو سره سم تنظیمېږي.
د نړیوال بانک د ۲۰۲۶ کال د نومبر د راپور له مخې، افغانۍ په ۲۰۲۵ مالي کال کې د ډالر پر وړاندې شاوخوا ۱۲ سلنه پیاوړې شوې او له هغه وروسته یې نسبتاً ثبات ساتلی دی. د دې ثبات مهم عوامل د بهرنیو اسعارو جریان او د مرکزي بانک کنټرولونه بلل شوي دي.
خو نړیوال بانک خبرداری ورکوي، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت لا هم له جدي ستونزو سره مخ دی. د هېواد د سوداګرۍ کسر لوړ دی، صادرات کم شوي او د بهرنیو مرستو او حوالو په جریان کې کمښت د اقتصاد پر وضعیت فشار زیاتوي.
د راپور له مخې، د پاکستان د سوداګریزو لارو د محدودیتونو له امله د افغانستان واردات د ایران او منځنۍ آسیا له لارو تنظیم شوي، خو صادرات له ستونزو سره مخ شوي دي. د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې صادرات ۱۵.۱ سلنه کم شوي، په داسې حال کې چې واردات ۲.۲ سلنه زیات شوي دي.
اقتصادي شنونکي وایي، د افغانۍ ثبات د وارداتي توکو د بیو په کنټرول کې مرسته کوي، خو د اسعارو د ثبات ترڅنګ د خلکو د پېرلو ځواک، کاري فرصتونه، بانکي خدمات او پانګونې ته لاسرسی هم د اقتصاد د وضعیت مهم شاخصونه دي.
د افغانستان بانکي نظام لا هم له نړیوال مالي نظام سره د محدودو اړیکو، د پورونو د کم جریان او د پانګونې د محدودو امکاناتو له ستونزو سره مخ دی.
د نړیوال بانک اټکل دی چې د افغانستان اقتصادي وده به په ۲۰۲۷ مالي کال کې ۳.۳ سلنه او په ۲۰۲۸ مالي کال کې ۳.۵ سلنه وي؛ خو دا وده ښایي د خلکو د ژوند د کچې د پام وړ ښهوالي لپاره کافي نه وي.
اقتصادي راپورونه ټینګار کوي چې د افغانۍ د ثبات دوام به د صادراتو پراختیا، د سوداګرۍ د لارو خوندي ساتلو، د بهرنیو اسعارو د جریان، د بانکي نظام د پیاوړتیا او د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا پورې تړلی وي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)