د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د افغان ښځو د حقونو او وضعیت په اړه د «زموږ غږ واورئ» څلورمه کلنۍ غونډه جوړه شوې، چې ګډونوالو پکې د عدالت، سولې او د طالبانو د حسابورکونې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
دغه دوه ورځنۍ غونډه د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت او د «افغانستان لپاره ښځې» سازمان په همکارۍ د نومبر په ۲۲ او ۲۳مه ترسره شوې، چې شاوخوا ۷۰ د ښځو د حقونو فعالانې، د مدني ټولنې استازي، دیپلوماتان او د ملګرو ملتونو چارواکي پکې ګډون لري.
د سږني کنفرانس شعار «د عدالت او سولې د ترلاسه کولو لپاره د افغان ښځو رهبري او حسابورکونه» دی.
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر، خوزه مانوېل البارس، د غونډې پرانیسته کې ویلي، هېواد یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د افغان ښځو حقونه باید د سیاسي معاملاتو وسیله ونه ګرځول شي.
هغه د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه د بشري حقونو له جدي سرغړونو بللي او د نړیوالو قوانینو له مخې د «جنسیتي اپارتاید» د جرم په رسمیت پېژندلو ملاتړ یې څرګند کړی دی.
د غونډې ګډونوالو د افغان ښځو د حقونو د نقض د مستندسازۍ، د عدالت تأمین، د نړیوالې ټولنې د همغږۍ او د ښځو د سیاسي او ټولنیز مشارکت پر پراختیا بحث کړی دی.
د «افغانستان لپاره ښځې» سازمان مشره فوزیه کوفي ویلي، افغان ښځې له کلونو راهیسې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي او اوس د نړیوالې ټولنې له خوا عملي اقداماتو او د طالبانو حسابورکونې ته اړتیا لري.
په غونډه کې همداراز د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د «یو میلیون لاسلیکونو» نړیوال کمپاین هم اعلان شوی، چې موخه یې د ښځو د حقونو لپاره د نړیوال ملاتړ پیاوړتیا او د عملي اقداماتو غوښتنه ده.
د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د ښځو معنادار ګډون او د بشري حقونو د سرغړونو په اړه حسابورکونه اړین دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)