اسوشیټډ پریس خبري اژانس د دوو امریکايي چارواکو په قول راپور ورکړی،چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اراده لري،چې د سعودي عربستان د سفر پر مهال اعلان وکړي،چې له دې وروسته به متحد ایالتونه «فارسخلیج» ته «عربي خلیج» یا «د عربستان خلیج» وايي.
سره له دې چې ایران دې خلیج ته فارس خلیج وايي او اروپایانو هم له ځینو مواردو پرته فارس خلیج بللی، عربي هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې هغه عربي خلیج بولي او له ایران سره په دې نوم دعوه لري.
اسوشیتید پریس اژانس ويلي، سپینې ماڼۍ او د امریکا د ملي امنیت شورا د دغه اژانس پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
د اسوشیټډ پریس پر اساس، د ایران اسلامي جمهوریت حکومت په ۲۰۱۲م کال کې ګوګل ته ګواښ کړی و،چې که په نقشه کې دې خلیج ته د فارس پر ځای عربي خلیج ولیکي، دعوه به پرې وکړي.
د دې خبري آژانس د راپور له مخې، د نړېوالې هایدروګرافۍ سازمان، چې متحده ایالات یې غړی دی، دا دنده لري،چې ډاډ ترلاسه کړي سمندرونو، سمندرګيو او نړیوالو اوبو ته یو شان نقشه او نومونه وکارول شي.
سره له دې، داسې موارد شته،چې بېلابېل هېوادونه په خپلو کورنیو اسنادو کې د جغرافیوي سیمو لپاره مختلف نومونه کاروي.
ډونالډ ټرمپ مخکې هم اعلان کړی و،چې امریکا به د «د مکسیکو خلیج» پر ځای هغه «د امریکا خلیج» وبولي.
په اوس وخت کې، په شمالي امریکا کې د ګوګل په نقشه کې دا سیمه د «عربي خلیج» په نوم ښودل شوې، خو د اپل په نقشه کې یوازې «فارس خلیج» لیکل شوی. امریکایي پوځ له کلونو راهیسې په خپرو شويو اعلامیو او تصویرونو کې د «فارس خلیج» پر ځای «عربي خلیج» کاروي.
ښاغلي ټرمپ په ۲۰۱۷ م کال کې هم، چې د ولسمشرۍ لومړی پړاو یې و، د «فارس خلیج» پر ځای د «عربي خلیج» اصطلاح کارولې وه.
ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ، د مې په ۶مه، د کاناډا له صدراعظم مارک کارني سره د لیدنې پر مهال وویل، منځني ختیځ ته تر سفر مخکې به د دې سیمې په اړه «ډېر مثبت» بیان خپور کړي.
ټاکل شوې،ټرمپ د مې له ۱۳مې تر ۱۶مې سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر لاړ شي.
سپینې ماڼۍ مخکې اعلان کړی و،چې سعودي عربستان ته د ښاغلي ټرمپ د سفر موخه د دوه اړخیزو همکاریو او سوداګریزو اړیکو پراختیا ده.



