- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

فرانکل: افغان نجونې د زده‌کړو لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کوي

د امریکا د استازو جرګې غړې لوېس فرانکل وايي، د طالبانو د محدودیتونو له امله افغان نجونې اړې شوې دي چې د زده‌کړو د دوام لپاره په پټو ټولګیو کې درس ووایي او په دې توګه خپل ځانونه له ګواښ سره مخ کړي.

هغې په یوه پیغام کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو د محدودوونکو سیاستونو پر وړاندې د هغوی ترڅنګ ودرېږي.

فرانکل ټینګار کړی چې زده‌کړه د انسان اساسي حق دی او دا وضعیت باید دوام ونه کړي. هغې زیاته کړې چې د افغان ښځو او نجونو پرمختګ د ټولې نړۍ په ګټه دی.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګېدلی دی. همدارنګه، د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې پوهنتونونو ته د ښځو پر تګ هم بندیز ولګېد.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د ۲۰۲۶ کال د اګست په راپور کې ویلي چې له ۲.۶ میلیونو ډېرې افغان نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

طالبانو ښځې له ګڼو دولتي او خصوصي دندو، په ځانګړي ډول په کورنیو او نړیوالو نادولتي بنسټونو کې له کار کولو هم منع کړې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په وینا، افغان ښځې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او له زده‌کړو، کار او عامه ژوند څخه د هغوی د محرومولو بهیر دوام لري.

یونیسف خبرداری ورکړی چې د ښځو پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو دوام ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان د شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکو او ۵۴۰۰ روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.

- Advertisment -spot_img